د نن ورځې د سهار د ارقامو څخه روښانه کیږي چې د کابل ښار د اورانوس هوټل په ځان وژونکي برید کې ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۱۰۰ تنو څخه زیات ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،پرون ماښام ( لړم ۲۹) د ۶:۲۰ دقیقو په شاوخوا کې یوه ځان وژونکي بریدګر د کابل ښار د پینځلسمې ناحیې د هوایي ډګر په سړک د اورانوس په هوټل کې د دیني عالمانو په مینځ کې خپل ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي ده.
امنیتي سرچینې وایي چې د چاودنې پر مهال په اورانوس هوټل کې نږدې دوه زره دیني عالمان د میلاد النبي (ص) د لمانځلو لپاره ګډون درلود او چاودنه هغه وخت ترسره شوه چې یو عالم د قرانکریم د تلاوت په حال کې وو.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ،خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې د نن ورځې د سهار( لړم ۳۰) ارقام ښایي چې د بیګاه شپې په پیښه کې ،۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
مګر امنیتي سرچینو چې د خپل نوم له اخیستلو څخه ډډه کوي وایي چې د تیرې شپې په پیښه کې ۴۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني ددې پیښې د غندلو تر څنګ نن ورځ ( لړم ۳۰) ملې ماتم اعلان کړي ده.
همدارنګه وسله والو طالبانو هم دغه برید غندلی دی.
نور جزئیات…