په جاغوري کې د طالبانو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو بې ګټې او تکراري ژمنې

وسله والو طالبانو د جاغوري ولسوالۍ په مختلفو سیمو باندې یرغلیز بریدونه له سر څخه پیل کړي دي او په جاغوري کې میشت ځواکونو لا تر اوسه  د طالبانو د ځپلو په موخه هیڅ عملیات هم ترسره کړي نه دي.

د غزني د ولایتي شورا ،رییس نصیر احمد فقیري،خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې تیره شپه وسله والو طالبانو د جاغوري ولسوالۍ په «هیچه» او «بابه» سیمو باندې د دویم ځل لپاره بریدونه ترسره کړي دي چې د ولسي پاڅون کوونکو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

نوموړي همدغه راز زیاته کړه چې د وسله والو طالبانو د دویم ځلي برید احتمال موجود دی ،که چیرته دفاعي او امنیتي ادارې جدې تدابیر ونه نیسي د څو ورځې وړاندې په څیر ناورین به رامنځته شي.

د فقیري د خبرو له مخې،وسله وال طالبان درو او هغه ځایونو ته په شا شوي دې چې د اوسیدنې وړ نه دي لکه   د «کوش کوتل» ته او امنیتي او دفاعي نهادونه په دې ولسوالۍ کې د هغوې د له مینځه وړلو لپاره جدې پریکړه کړې نه ده او لا تر اوسه یې هیڅ عملیات په لاره اچولي نه دي.

ویل کیږي چې د تیرې اونۍ په جریان کې جمهور رییس غني په جاغوري،مالستان او خاص ارزګان ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر مورچو باندې د هوایي عملیاتو د ترسره کولو فرمان ورکړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د تیرو درې اونیو راهیسې د جاغوري،مالستان او خاص ارزګان ولسوالۍ د خپلو ډله ایزو بریدونو لاندې نیولې وي چې ملکي وګړو او نظامي ځواکونو ته یې درانه مالي او ځاني تلفات واړول او سلګونه کورنۍ یې بې ځایه کړي.

وسله والو طالبانو هم ویلي دي چې د بابه په سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي دي او درې پوستې یې نیولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *