تیره اونۍ هسکه مېنه کې ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي د ننګرهار ولايت هسکې مېنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د پيل شويو عملياتو پر مهال د تيرې يوې اوونۍ په ترڅ کې ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی د روزنې او چمتووالي يو شمېر مرکزونه لمنځه وړل شوي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قل اردو مسئولینو د معلوماتو له مخې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د تيرې يوې اوونۍ راهيسې د داعش وسله والو لمنځه وړلو په موخه په چټکۍ سره عملیات دوام لري، چې تر دې مهاله د مهمو قومندانانو په ګډون ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.

همدا راز د دوی د روزنې او چمتووالي يو شمېر مرکزونه، وسلې او مهمات يې لمنځه وړل شوي او يو شمېر سيمې چې دوی په کې فعاليت درلود ترې پاکې شوي دي.

په ياده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري او د عملياتو پرمهال ملکي وګړو او امنيتي مسئولينو ته کوم زيان ندی اوښتی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *