د پاکستان او امریکا ترمینځ جدې کړکیچ

د امریکا جمهور رییس د تاوان په اړه پاکستان ته وویل چې د امریکا دولت د تیرو ۱۵ کلونو په اوږدو کې په یوه بې عقله اقدام کې د ترهګرې پر وړاندې د جګړې لپاره د پاکستان سره د ۳۳ میلیارده ډالرو مرسته وکړه په داسې حال کې چې هغوې هیڅ کار کړی نه دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز سره د مرکې په لړ کې پاکستان د  ترهګرو څخه په ملاتړ او پناه ورکولو په تورنولو سره وویل چې دې هېواد القاعده د ترهګرې ډلې پخواني مشر «اسامه بن لادن» ته په خپله خاوره کې پناه ورکړي وه.

نوموړي دوام ورکړ چې واشنګټن اسلام اباد سره میلیاردونه نظامي او غیر نظامي مرسته کړی ده په داسې حال کې چې دغه هېواد هیڅ کار ترسره کړی نه دی.

ټرمپ زیاته کړه چې پاکستاني چارواکو د امریکا مشران کم عقله ګڼلي دي،هغوې له یوه لوري پیسې اخلي او له بله پلوه د افغانستان څخه تښتیدونکو ترهګرو ته امن پټن ځایونه په واک کې ورکوي.

په همدغه حال کې د پاکستان لمړي وزیر «عمران خان» د ټرمپ د تُندو خبرو په غبرګون کې په خپل ټویټر ولیکل چې:«هېواد یې د سپټمر د ۱۱ په پيښه کې هیڅ رول نه درلود».

نوموړي د خپل ټويټ په دوام کې زیاته کړه چې اسلام اباد د ترهګرۍ د مهارولو لپاره د ۱۲۳ میلیارده ډالرو څخه زیات لګښت کړی دی په داسې حال کې چې امریکا یوازې ددې هېواد سره د ۲۰ میلیونه ډالرو مرسته ترسره کړي ده.

عمران خان څرګنده کړه چې: «ددې تر څنګ په قبایلي سیمو باندې زمونږ د ځواکونو په پراخه بریدونو کې دغه سیمې کنډواله شوي دي او په زرګونه خلک له کورونو څخه بې ځایه شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سره د مرستو د قطع کېدو په اعلان سره ویلي دي چې دغه پریکړه د ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان د همکارۍ د نه شتون پر بنیاد ترسره شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *