په هلمند کې درې پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړ
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو په برید او نښته کې درې پولیس سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،وسله والو طالبانو نن سهار د نهر سراج ولسوالۍ د ۶۰۱ شاهراه کنډک د «سرکارولا» په امنیتي پوسته باندې برید ترسره کړی دی.
له دې برید څخه وروسته امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکیل شول او په دې وتوانیدل چې برید په شا وتنبوي.
امنیتي سرچینې وایي چې ددې نښتې په پایله کې ،درې تنه ملې پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې،وسله والو طالبانو د هرات ـ بادغیس په لویه لار د باغیس ښار د مرکز «دره لامان»په سیمه کې د محافظت عامه پولیسو دوه امنیتي پوستې نیولي دي.
امنیتي سرچینې وایي چې د نښتې په جریان کې د محافظت عامه پولیسو درې تنه پرسونل خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه دغه سرچینې د طالبانو د تلفاتو خبر هم ورکوي؛ مګر کره شمېر یې څرګند کړی نه دی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.