په غور کې یو شمېر مسافرین په ډزو سره ویشتل شوي دي

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار د ختیځ د «بره خانه» په سیمه کې وسله والو مخالفینو د سپرلۍ د یوه موټر یو شمېر سپرلۍ په ډزو ویشتي دي.

د غور د والي ویاند، عبدالحی خطیبي خاور میانه خبري اژانس ته وویل،چې وسله والو مخالغینو نن( لړم ۲۸ مه) سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې د یوه فلاینکوچ ډوله موټر يو شمېر سپرلۍ چې د هرات څخه د غور په لورې روان وو د «بره خانه» د میدان په سیمه کې په ډزو ویشتي دي.

د نوموړې پر وینا ،وسله والو مخالفینو لمړی د مسافرینو قیمتي مالونه اخیستي او وروسته یې په هغوې ډزې کړي دي چې په پایله کې ۳ تنه ښځې وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

په همدغه حال کې ویل کیږي چې په کوم مسافرو باندې چې ډزې شوي دي د هزاره قوم څخه دي.

دا لمړی ځل نه دی چې په دغه لویه لار دا ډول پیښه رامنځته کیږي ؛ له دې وړاندې هم په همدې لار د یوه ځانګړي قوم خلک د وسله والو طالبانو له لوري په ډزو ویشتل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *