د نتانیاهو کابینه د ړنګیدو په درشل کې
باخبره سرچینو د اسرايیل د رژیم د بنیامین نتانیاهو په کابینه کې د دوه نورو وزیرانو د استعفا د احتمال خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د اسراییل د رژیم د دفاع وزارت او مهاجرینو وزارت د وزیرانو د څنګ ته کیدو وروسته «هادا شوټ» خبرې شبکې خبر ورکړ احتمال لري چې د نتانیاهو د کابینې د روزنې وزیر «نفتالي بنت» او د عدلې وزیر «ایلیت شاکد» نن د دوشنبې په ورځ ( د لړم ۲۸ مه) خپلې استعفاوې اعلان کړي.
په همدې ترتیب سره به د فلسطین په خاوره باندې حاکم ایتلاف تغییر وخوري.
په داسې حال کې چې د اسراییل د رژیم لمړی وزیر،بنیامین نتانیاهو ،د ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کېدو سره په مخالفت کولو هڅه کوي چې خپل کابینه له ځانه سره وساتي.
بنت او شاکد د اسراییل د رژیم په کابینه کې د دوه حاکمو ګوندونو غړي وو چې ګواښ یې کړی وو چې که چیرته د دفاع وزارت «نفتالي بنت» ته ونه رسیږي ،له ایتلاف څخه به ووځي.