د دوو ځانمرګو برید ګرو په ګډون ۱۲ وسله وال مخالفین ونیول شول

چارواکي وایي، ننګرهار ولايت د ملي امنيت مؤظفینو د دې ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د دوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۱۱ داعش او یو وسله وال طالب ژوندي نیولي دي .

ننګرهار ملي امنیت ریاست کې نیول شوي کسان د خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته د ښودلو پر مهال د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل،ملي امنیت مؤظفینو د تېرې اونۍ په ترڅ کې د نورالله او مسیح الله چې مشهور په عمر وو،پلان درلود،چې په نازیانو او خوږیاڼو ولسوالۍ کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي؛ خو موخې ته تر رسیدو وړاندې په یادو ولسوالیو کې د ملي امنیت ځواکونو له لورې ونیول شول .

نوموړي زياته کړه، ملي امنیت مؤظفینو همدا راز  په مرکز جلال اباد ښار، پچیراګام، اچین، نازیانو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې د غني الرحمن، برکت الله، سنګر، عصمت الله، عبيدالله، شمس الرحمن، اجمل، حاجي ګل او ظهير په نومونو ۹ تنه نور د داعش غړي او د رحیم الله په نوم د جنګي طالبانو غړی هم ژوندي نیولي دي .

نیول شوو ځانمرګو بریدکوونکو او نیول شوو وسله والو مخالفینو پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو کې د ملي امنیت ادارې په هلو ځلو ۲۱۵ داعش او طالب وسله والو له جګړې لاس اخیستی او د خپلو وسلو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *