افغانستان ته د ټرمپ ناڅرګنده سفر

د امریکا جمهور رییس اعلان کړی دی چې د خپل هېواد د سرتیرو د لیدلو لپاره ،به افغانستان او عراق ته سفر وکړې.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،که څه هم ددې سفر نیټه ټاکل شوي نه ده؛ مګر ډونالډ ټرمپ «فاکس نیوز» ته په خپله مرکه کې ویلي دي چې افغانستان او عراق ته سفر لري.

افغانستان او عراق د هغه هېوادونو له ډلې څخه دي چې جګړه پکې د امریکا له لورې مدیریت کیږي او په دغه دوه هېوادونو کې ډېره برخه  امریکایي سرتیري میشت دي.

که څه هم ګڼ شمېر امریکایي سرتیري په افغانستان کې میشت دي؛  مګر د امریکا د جمهوري ریاست څوکۍ ته د ټرمپ د رسیدو څخه تر اوسه یې دې هېواد ته کوم سفر  درلودلای نه دی؛ په داسې حال کې چې ددې هېواد پخواني ولسمشرانو څو څو ځله د افغانستان هېواد ته سغر کړی دی.

د امریکا د جمهور ريیس د سفر کره نیټه لا تر اوسه مالومه شوي نه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *