په کندز کې د طالبانو یو مشهور قومندان و وژل شو
د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان د خپلو ۳۵ تنو ملګرو سره یوځای ووژل شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور او د ملې دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخي «سردار» او ملګري یې نن ورځ( لړم ۲۷) د کمانډو ځواکونو له لورې د چاڼيزو عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې،په دې عملیاتو کې ۳۸ تنه نور وسله وال طالبان هم ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ د ملې امنیت شورا ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړي وه چې د طالبانو پر وړاندې په یرغلیز حالت کې واوسې.