په لغمان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې کمې شوي دي

په لغمان ولایت کې مسولین وایې، چې د ۱۳۹۷ کال له  پیل څخه تر اوسه پورې په دې ولایت کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پیښې راکمې شوي دي .

د لغمان ولایت د ښځو چارو ریسې نسیمې شفیق سادات له خاورې میانه خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه وویل : مونږ له مختلفو لارو څخه د عامه پوهاوې پروګرامونه په لاره اچولي ، څو د خلکو فکرونه جوړ ، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پیښې راکمې او اصلاح  ټولنه رامنځ ته شي .

اغلۍ سادات زیاتوي په لغمان کې د تیر کال په پرتله د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې کمښت راغلی دی (تیرکال له مونږ سره لغمان کې ۴۰  بیلابلې د تاوتریخوالي قضې ثبت وې، خوشبخاته د ۱۳۹۷ کال له پیل څخه تراوسه له مونږ سره ۲۹ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي بیلابیلې قضې ثبت دي)

د لغمان د ښځو چارو ریسه د خلکو پوهاوې، یوبل حقوقونو ته درناوې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د کمښت علتونو په  ګوته کوي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *