په کوټ کې سيمه ييزو پولیسو ته نوې پوستې جوړې شوې

ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ رڼا غونډۍ سيمه کې سيمه ييزو پولیسو ته د نويو پوستو جوړولو کار پيل شو، چې په کې به نوي سيمه ييز پولیس ځای پر ځای شي.

د پوستو جوړونې پرمهال د کوټ ولسوال نجيب الله رحماني امنيتي مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د دې سيمې په امنيت کې لا ښې هلې ځلې وکړي.

نوموړي همدا راز امنيتي مسئولينو ته په ټولو چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې خپلې دندې په صداقت سره تر سره کړي.

امنيتي مسئولينو ولسوال ته د يادې سيمې د امنيت ټينګښت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې د ښه امنيت په موخه به پر ټولو يو ډول قانون پلی کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *