اچين کې شل داعش وسله وال وژل شوي دي

ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې شل داعش وسله وال وژل شوي او د دوی پنځه فعال مرکزونه لمنځه وړل شوي.

د معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د داعش ډلې قومندانان او د تروريستي بريدونو پلان جوړوونکي هم شامل دي.

په لمنځه وړل شويو مرکزونو کې داعش وسله والو په اچين او جلال اباد ښار کې د بريدونو تر سره کولو پلان جوړونه کوله او له همدې ځایه یې ښار او نورو سيمو ته بريدګر لېږل.

د يادو عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته کوم زيان ندی اوښتی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *