د کابل پوهنتون لیلیه نن ورځ پرانیستل کیږي ؟
د لوړو زده کړو وزارت نن د کابل پوهنتون د لیلیې د برخلیک ټاکلو په اړه پریکړه کوي او له څه تکلیف پرته یې محصلین بیرون ویستلي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کابل پوهنتون لیلیه د تیرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د محصیلینو تر مینځ له نښتې وروسته تړل شوي او محصلینو ته په دغه ځای کې د شتون اجازه ورکړی شوي نه ده.
ددې پیښې په تړاو د کابل پولیسو ۳۵ تنه نیولي چې تر څیړنو لاندې دي.
د کابل د پولیسو ویاند ،بصیر مجاهد وایي چې د محصلینو تر مینځ نښته چې یو تن پکې ووژل شو او ۱۹ تنه ټپیان شول، د محصلینو تر مینځ د خوړو په نوبت باندې د لفظي شخړې له امله رامنځته شوي ده.
مجاهد څرګنده کړه چې له نیول شویو محصلینو څخه څیړني پیل شوي او ډېر ژر به د تحقیقاتو پایله اعلان کړي.
په همدغه حال کې،د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د کابل پوهنتون لیلیه په مکمل ډول تړل شوي وه او نن ( لړم ۲۶) به یې د پرانیستل کېدو په اړه پریکړه ترسره شي.