د جمال خاشقچي د وژنې تازه جزئیات

د امریکا اطلاعاتي سازمان( سیا) دې پایلې ته رسیدلی دی چې د سعودې عربستان ولیعهد د جمال خاشقچي د وژنې لارښوونه ورکړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،واشنګټن پوست ورځپاڼې د «سیا»له چارواکو څخه په نقل راوړي دي؛ څیړنې ښایي چې د سعودیانو ددې ادعا برعکس چې د جمال خاشقچي پر وژنه کې ددې هېواد مشران لاس نه لري، د نوموړي د وژنې فرمان محمد بن سلمان صادر کړی دی.

د «سیاه »څیړنې روښانه کوي چې تر اوسه پورې د ترکیې په استانبول کې د عربستان د کنسولګرۍ څخه لاسته راغلې شواهد په دې قضیه کې د سعودي د ولیعهد رول لرل څرګندوي.

د خاشقچي سره د محمد بن سلمان د ورور«خالد بن سلمان» ټلیفوني اړیکه د یوه سند په توګه یاده شوي ده چې په دغه ټلیفوني اړیکه کې نوموړي ته ویل شوي دي د خپل واده د اسنادو د مراحلو د طې کولو په اړه باید په ترکیه کې ددې هېواد کنسولګرۍ ته مراجعه وکړې او دغه کار به ستا لپاره کوم خطر ونه لري.

په ورته وخت کې دغه سازمان ویلي دي چې،مالومه نه ده چې خالد له مخکې څخه پوهیدو چې خاشقچي به په دغه ځای کې وژل کیږي او که نه؛ مګر باخبره سرچینې وایي چې هغه د خپل  ورور په لارښوونه دغه اړیکه نیولي وه.

ددې ترڅنګ په ترکیه کې یوې سرچینې دعوه کړي ده چې د سعودي عربستان «سبق» الکترونیکي ورځپاڼې مخکې له دې چې خاشقچي په کنسولګرۍ کې ووژل شي د نوموړې میرمن ته یې د لینک د لیږلو اقدام کړی او د هغې د ټلیفون ګوشي یې هیک کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د خزانې دفتر د تیرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جمال خاشقچي د وژنې د ټيم ۱۷ تنه غړې یې د بندیزونو په فهرست کې راوستي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *