ګوشتې ولسوالۍ کې د لیمو نیالګیو سوداګریز باغ جوړ شو

ګوشتې ولسوالۍ کې د نږدې ۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱سوه لیمو نیالګیو سوداګریز باغ جوړ شو

ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان بڼوالۍ د پرمختیایي مؤسسې په دوه میلیونه او څلور سوه زره افغانیو مالي لګښت په لس جریبه ځمکه کې په قطره یې اوبوخور سمبال د ۱۱ سوه لیمو نیالګیو سوداګریز باغ جوړ او په رسمي ډول پرانیستل شو.

یاد نمایشي باغ کې د لیمو نیالګیو ته اوبه په پلاستیکي ځانګړو پیپونو کې انتقالیږي او هر بوټې ته د اړتیا له مخې څاڅکې،څاڅکې اوبه ورکول کیږي .

د مالوماتو له مخې د یاد نمایشي باغ موخه د اوبوخور قطره یي سیستم رواجول دی، تر څو د اوبو بې ځایه مصارف کم او په کمو اوبو زیاتې ځمکې خړوبه کړی شي او هم په راتلونکې کې هغه ځمکې چې د اوبو ستونزه لري هم د کښت لاندې را وستل شي.

د یاد نمایشي باغ د پرانسیتې په مراسمو کې د ګوشتې ولسوال، ننګرهار کرنې رئیس او یو شمیر نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *