نازیانو کې د داعشیانو ګڼ شمیر وسلې او مهمات امنیتي ځواکونو تر لاسه کړې

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د لعل منډوۍ یو شمیر کلي د داعشیانو څخه پاک او د تصفیې پر مهال د یو یو میل پیکا په ګډون ۵ میله وسلې، ایکم مخابره،دوربینونه او نور توکې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د یو بل خبر له مخې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سبحان الله په نوم یو وسله وال طالب له جګړې لاس واخیست او د خپلې یو میل کلاشینکوف په سپارلو یې د سولې بهیر سره یو ځای شو.

بلخوا د امنیه قوماندانۍ پولیسو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یو عراده سوزکۍ موټر کې ۲۲ کیلو ګرامه ځای پر ځای شوي خام چرس د سید الله په نوم لیږدونکي سره یو ځای نیولي دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *