په ننګرهار کې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړي دي

دغه چاودنه د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی خاورمیانه خبري اژانس ته د لړم ( عقرب)  په ۲۲ نیټه وویل: نن سهار لس نیمې بجې د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په شېرګړ بازار کې په یوې سراچه موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه کړې، چې په ترڅ کې یې ۱۱ تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې د یوه تن وضعیت د اندیښنې وړ دی.

Author

خروج از نسخه موبایل