د زلمي خلیلزاد د سولې طرحه

د طالبانو سره د سولې طرحه باید د عامو هزاره ګانو د وژل کېدو په بدل کې ترسره نه شي،لکه څنګه چې خپره شوي ده چې زلمي خلیلزاد د اشرف غني حکومت او طالبانو سره مطرح کړي ده چې هزاره ګان او د شمال د مقاومت حوزه د سولې مخه نیسي.

د سولې د طرحې د عملې کېدو لپاره باید هزاره ګان قتل عام او کمزوري شي او همدارنګه هغه سیمې چې د شمال د اتحاد د مقاومت د حوزې تر واک لاندې دي،د هغوې له لاس څخه وویستل شي او بیا یې د غني حکومت او طالبان په ګډه رامنځته او عملې کړي او له هغې وروسته د امریکا نظامي مرکزونه ددې ګډ حکومت له لوري په رسمیت وپیژندل شي.

د ارزګان،مالستان او جاغوري جګړه چې د اشرف غني له لوري یوه قومي شخړه بلل شوي ده د همدې طرحې په عملې کولو سره پای ته رسول کیږي.

له همدغه پلوه جوتیږي چې د غني حکومت او نړیوال ځواکونه ددې جګړې پر وړاندې بې تفاوته دي او یوازې د کمانډو د محدودې قطعې او د هوایي ګزمو لپاره د طیارو پرلیږلو اکتفاء کوي او ورسره په یوه وخت کې پر ارزګان او غزني باندې پر بریدونو سره ؛ په شمالي ولایتونو یا مقاومت حوزې کې جګړه سختیږي.

په دې جګړه کې تر یوه حده بې رحمې د حکومت او طالبانو له تړون څخه څرګندیږي چې د جاغوري ،مالستان او ناهور په زرګونه مهاجرې کورنۍ چې له یخنۍ،لوږې او بې کورۍ څخه کړیږي؛ د حکومت او نړیوالې ټولنې له لورې د بې ځایه شویو سره هیڅ ډول غذایي او نقدي مرسته ترسره شوي نه ده او په زرګونه موټرې چې د ناهور له لاري کابل او بامیان ته مهاجرې کورنۍ انتقالوي د لارې په اوږدو کې د لوږې ،یخنۍ او ډله ایزې مړینې له خطر سره مخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *