په کندهار کې شپږ تنه سیمه ایز پولیس ووژل شول

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې پر سیمه ایزو پولیسو باندې د وسله والو طالبانو په برید او نښتو کې د سیمه ایزو پولیسو شپږو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یو بل تن ټپي شوی دی.

یوه امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره نیمه شپه د ارغستان ولسوالۍ په کافربند سیمه کې د سیمه ایزو پولیسو پر پوسته برید ترسره کړی دی.

د سرچینې پر وینا ،په دې برید کې چې د سیمه ایزو پولیسو له مقاومت سره مل وو د سیمه ایزو پولیسو ۶ سرتیرو ژوند بایللی ،یو تن ټپي شوی او یو بل سیمه ایز پولیس نادرکه شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې وسله والو طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي؛  مګر کره شمېر یې مالوم نه دی.

وسله والو طالبانو هم ویلي دي چې په ارغستان کې یې د سیمه ایزو پولیسو پر پوسته برید ترسره کړی دی او یو شمېر تجهیزات یې لاسته راوړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *