په لغمان کې د غاصبینو دوسیې عدلي او قضایې ارګانونو ته سپارل شوي دي
د لغمان ولایت چارواکي وایې چې په دې ولایت به هیچ چاته د دې اجازه ورنکړي ، چې دولتي ځمکي غصب کړي ، او په ټول توان سره به په دې ولایت کې بیارغنیز او انکشافي پروګرامونه پلي کړي.
د لغمان ولایي اداره وایې په دې ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب پروړاندې د مبارزې کمیسیون ،چې په کې مهترلام ښاروالۍ ، امنیه قومندانۍ ، ملي امنیت ، اراضي ، قضای دولت او یو شمیر نورې ادارې شتون لري ، چې په ټاکل شو وختونو کې هغه ودانې نړوي چې په دولتي ځمکو کې د غاصبینو له لورې جوړ شوې او له غاصبینو سره قانوني چلند کوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي له خاورمیانه خبري اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: په لغمان کې د هغو غاصبینو دوسیې عدلي اوقضایې ارګانونو ته سپارل شوي، چې دولتي ځمکې یې غصب کړي دي. دا چې دغه دوسیې د څوتنو غاصبینو دي په دې اړه یې څه ونه ویل.
نوموړی وایې چې د یوه نوي سیستم له مخې به هغه خلک چې د اوسیدو ځای نه لري ورته رهایشي نمرې وکړل شي.
د دولتزي پروینا دولایتي ادارې هڅې په دې برخه دوام لري.
افغان ولسمشر محمد اشرغني هم په دې ورستیو کې د زورواکو او غاصبینو پر وړاندې جدي اقدامات پیل کړي او لایتي چارواکو ته یې هم جدي لارښوونې کړي ، چې په ولایتو کې دې د غاصبینو کلکه مخه ونیسي .
د دولتي ځمکو غصب د هیواد په کچه ستونزه ده ، چې په مخنیوي کې یې تر دا مهاله اړونده چاوراکي پاتې راغلي دي .