په امریکا کې اورلګیدنې د ۹ کسانو ژوند واخیست

د کالیفورنیا په شمالي برخو کې اورلګیدنه تر اوسه پورې د سلګونو ودانیو د سوځیدو لامل شوي ده او د ۹ تنو ژوند یې اخیستی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،په موټر کې دننه د ۵ تنو جسدونه چې په دغه اور کې سوځیدلي وو ،پیدا شوي دي او ټول قربانیان د فرانسیسکو په ختیځ کې د  «پردایز» ښار څخه دي.

په عین حال کې د کالیفورنیا روغتیایي چارواکي وایي چې په ښار کې څلور نور کسانو هم د سخت اور له وجې خپل ژوند بایللی دی.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې د اوسیدنې ۱۷۰۰۰ نور کورونه هم د سوځیدو له خطر سره مخ دي.

دغه اورلګیدنه له پرون ورځې راهیسې  د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د زیاتو بادونو او د رطوبت د کمښت په دلیل رامنځته شوي ده او د اور زیاتوالی ددې لامل شوی دی چې د اور تر نفوذ لاندې نږدې ۱۵۰ زره تنه هستوګن له خپلو کورونو وتښتي.

د یادونې وړ ده چې د «ملیبو» ښار اوسیدونکو ته چې د ګران بیه کورونو درلودونکې دی او د امریکا د سینما او موسیقۍ ډېرې مشهورې څیري پکې هستوګنه لري د اجباري خالي کیدو لارښوونه شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *