په کابل کې د کورنیو چارو وزارت یو افسر ټپي شو

د ملې پولیسو د یوه افسر پر موټر باندې د یوه ناپیژانده وسله وال شخص په برید کې دغه افسر ټپي شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن ماسپخين ( لړم ۱۷) د کابل ښار د لسمې حوزې په سلیم کاروان سیمه کې رامنځته شوي ده.

امنیتي سرچینې وایي چې په دې پیښه کې یوه غیر مسووله وسلوال شخص له یوه فرونر موټر څخه په یوه عراده کرولا باندې ډزې کړي دي چې په پایله کې یې د وزارت د ۰۵ مدیریت غړی څارن «صابر» ټپي شوی دی.

ددې سرچینې پر وینا ،وسله وال شخص له سیمې تښتیدلی دی.

عیني شاهدان هم وایي چې په یوه تور رنګه فرونر موټر کې درې نفر له ډزو وروسته تښتیدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *