په نازیانو ولسوالۍ کې هوایې برید ولسي پاڅونوال او د ملي اردو سرتیري وژلي دي
په ختیځ کې راپورنه وایې، چې تیره شپه د امریکایې ځواکونو په هوایې برید کې په نازیانو ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتیري او ولسي پاڅونوال وژلي دي.
د راپورونو له مخې د امریکایې ځواکونو په هوایې برید کې د ملي اردو دوه سرتیري او درې پاڅونوال وژل شوي دی.
د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ اوسیدونکي هم وایې چې د دې ولسوالۍ مورچل سیمه کې هوایې برید شوی دی.
د ننګرهار له امنیتي مسولینو سره له پرله پسې اړیکو او خبرو ورسته.
نوموړو د یادې پیښې نه هم د تاید او نه هم د رد په اړه خاورمیانه خبري اژانس ته څه وویل.
د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د افغان ګډو امنیتي ځواکونو او د ولسي پاڅونوالو له لورې په دې ولسوالۍ کې د داعش او نورو تروریستي ډلو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه چاڼیز عملیات پیل شوي.
د چارواکو په خبره دغه چاڼیز عملیات به تر هغو دوام ولري چې د یادې ولسوالۍ ټولې سیمې له وسله والو مخالفینو پاکې شي.