ټرمپ خپل د عدلیې وزیر له دندې ګوښه کړ

د امریکا جمهور رئیس له دوه کاله کشمکش وروسته خپل د عدلیې وزیر ګوښه کړ.

د خاور میانه خیرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د امریکا جمهور ريیس د عدلې وزیر او د امریکا د جمهوري ریاست د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې د دوسیې د څیړنې مسوول«جف سشنز» د ډېرو لانجو وروسته استعفا ته مجبور کړ.

سشنز په هغه لیک کې چې سپینې ماڼۍ ته یې لیږلي وو ،لیکلي دي چې «ګرانه ولسمشره،ستاسې په غوښتنه خپله استعفا وړاندې کوم».

په همدغه حال کې ټرمپ د عدلیې د وزیر د استعفا د خبر له خپریدو وروسته «متیو ویتاکر» د امریکا د عدلیي د وزارت لپاره سرپرست ټاکلی دی.

د عدلیې وزیر په څو وروستیو میاشتو کې د روسیې د لاسوهنې د دوسیې څیړونکی او د ټرمپ د ټاکنیز ټیم د مشر مایک مولر څخه د تحقیقاتو په ترسره کېدو په دلیل ددغه هېواد د جمهور د سختو نیوکو لاندې راغلی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *