په امریکا کې د واک ویش

د امریکا دوره یي ټاکنې د پیاوړو ګوندونو جمهورې غوښتونکو او دیموکراتانو  تر مینځ د واک پر ویشلو سره پای ته ورسیدې او د لمړي ځل لپاره دوه مسلمانو ښځو مجلس ته لاره وموندله.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې،د راپور له مخې،په دې ټاکنو کې چې درې ورځې وړاندې ترسره شوې؛ د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د ۴۳۵ څوکیو او د سنا مجلس د ۳۵ څوکیو لپاره رایه ورکونه ترسره شوه.

ددې انتخاباتو د نتایجو د اعلان له مخې؛ د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو ګوند د زیاتو رايو په ترلاسه کولو سره ددې هېواد د سنا مجلس د رهبرۍ  ډېرې څوکۍ لاسته راوړي دي.

په همدغه حال کې دیموکراتانو هم د زیاتو څوکیو په لاسته راوړلو سره د استازو د مجلس واک لاس ته راوړی دی.

د یادونې وړ ده چې،د امریکا د کانګرس د دوره یي ټاکنو په مینځ کې د لمړي ځل لپاره د «رشیده طلایب» او «ایلهای عمر» په نومونو دوه مسلمانې ښځې د استازو د مجلس د «میشیګان» او «مینه سوتا» ایالتونو استازي ټاکل شوي دي.

په عین حال کې «جارد پلیس» د دیموکراتانو له ګوند څخه لمړنی همجنسباز سړی دی چې ددغه هېواد د یوه ایالت وکیل ټاکل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *