کابل ته د ناټو د منشي نا اعلان شوی سفر
د ناټو سازمان عمومي منشي د ملې وحدت د حکومت د مشرانو او سیاسي ګوندونو له استازو سره د لیدنې په منظور په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ناټو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې «ینس ستولتنبرګ» نن د (لړم ۱۵) د جمهور رئیس غني ،ډاکټر عبدالله او د سیاسې ګوندونو او مدني ټولنو د یو شمېر استازو سره د لیدنې لپاره کابل ته راغلی دی.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ناټو دې نظامي چارواکي د قاطع ملاتړ د ځواکونو له استازو سره هم لیدنې کتنې درلودې.
دولتي چارواکو لا تر اوسه ددې سفر په اړه څه ویلي نه دي.