د فاریاب د دریو ولسوالیو لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون رئیس ووژل شو

د فاریاب امنیتي چارواکي د دې ولایت د دریو ولسوالیو لپاره د نظامي کمیسیون د رئیس د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب د پولیسو د قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش، خاورمیانه خبرې اژانس ته وویل چې د دولت اباد،شیرین تګاب او خواجه سبز ولسوالیو نظامي مسولیت د  «قاري یوسف حقیار» په غاړه وو.

د نوموړي پر وینا،قاري یوسف څو ورځې وړاندې د دولت اباد ولسوالۍ په «پل اچه »سیمه کې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوی وو او تیره شپه یې د ژورو ټپونو له امله وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل