په بادپښ سیمه کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي
چارواکي وایې په ختیځ کې د وسله والو طالبانو هغه پټنځایونه له منځه وړل شوي چې د ختیځ زون د بریښنا شرکت کارکوونکي په کې د وسله طالبانو له خوا ساتل شوي وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د لغمان ولایت اړوند بادپښ سیمه کې تېره شپه د شوو بریدونو له امله شپږ وسله وال طالبان وژل شوي.
د خوګیاڼي په خبره د دغو بریدونو په ترڅ کې هغه دوه پټنځایونه چې د برېښنا ادارې فني او تخنیکي کارکوونکي په کې ساتل شوي وو، لمنځه وړل شوي دي.
شاوخوا یوه میاشت کیږي، چې د وسله والو طالبانو له لورې په ننګرهار او لغمان ولایتونو له نغلو څخه د راغلې بریښنا لینونه د بادپښ په سیمه کې پرې شوي دي.
څو موده وړاندې د ختیځ زون د بریښنا شرکت ۱۳ فني او تخنیکي کارکونکي سیمه ته د بریښنا د مزو د تړلو په موخه ولاړ، چې وسله والو طالبانو دغه کارکونکي له ځان سره ونیول، ۸ ورځو بند وروسته د مشرانو په منځګړیتوب بیرته راخوشي او خپلو کورنو ته وسپارل شول.
خو د بریښنا په راوستو کې مسولین تر اوسه پاتې راغلي دي.
دا چې د بریښنا پرته ستونزه به کله او سنګه هواره شي هغه پوښتنه ده چې د ختیځ اوسیدونکي یې د ځواب په تمه دي.