په افغانستان کې وژل شوی بهرنی مشاور، په امریکا کې د یوه ښار ښاروال وو

په بهرنیو ځواکونو باندې د دویم ځل لپاره د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د بریدونو په زیاتیدو سره،د امریکایي ځواکونو یو تن مشاور چې تیره ورځ په کابل کې د ملې اردو له یوه افسر له لوري وژل شوی وو ،د امریکا د یوه ښار ښاروال وو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې اردو یوه افسر تیره ورځ ماذیګر مهال د «برنټ ټریلور» په نوم یو امریکایي مشاور وژلی او یو بل تن یې ټپي کړی دی.

د ملې اردو بریدمل افسرخان په K.M.T.C د امریکایي ځواکونو یو مشاور وواژه او بیرتع هغه هم نورو بهرنیو سرتیرو له لوري ووژل شو.

که څه هم د امریکایي مشاور هویت مالوم شوی نه وو؛ مګر اوس نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې راوړي دي چې جګړن «برنټ ټیلور»د امریکا د یوتای ایالت د «نورټ اوپدن » ښار ښاروال وو.

په دې راپور کې راغلي دي چې نوموړی د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې وروسته د امریکا نظام ته ننوتی دی او څه موده یې هم په افغانستان او عراق کې فعالیت درلودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول امریکایانو پر وړاندې د افغان ځواکونو بریدونو یو ځل بیا زیاتوالی موندلی دی.

څه وخت وړاندې،دیته ورته په هرات کې په یوه بل برید کې ، په شینډنډ هوایي ډګر کې د ملې اردو د یوه سرتیري له لوري یو امریکایي سرتیری ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *