دلغمان چارواکي وایې دوه تنو نامعلومو وسله والو د لغمان د ملي امنیت کارکونکی وژلی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دغه پیښه نن سهار ( عقرب ۱۲) د لغمان اړوند مهترلام ښارکې رامنځه ته شوې .
دولتزی زیاتوي دوه تنه، چې په موټرسایکل سپاره ول د ملي امنیت کارکونکی عبدالمالک د عبدالمطلب زوی په ډزو ویشتی، چې په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.
دولتزی زیاتوي د دې پیښې د عاملینو د نیولو له پاره هڅې روانې دي څو مجرمین ګرفتار او د قانون منګولو ته یې وسپاري .
د دې پیښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې یا کوم شخص په غاړه نه دی اخیستی.