په پاکستان باندې د هند نظامي برید

د هند نظامي چارواکو د پاکستان د جامو او کشمیر ایالت د «پونچ او جلاس» په سیمو باندې ددې هېواد د فوځ له لوري د بمبارۍ خبر ورکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې څانګې د راپور له مخې،د هند یوه نظامي چارواکي څرګنده کړه چې ډهلې د پاکستان د څو ورځې وړاندې بې دلیله بریدونو په ځواب کې په کشمیر کې ددغه هېواد د قومندانۍ مرکز بمبار کړی دی.

د عیني شاهدانو پر وینا په دې برید کې د پاکستان د قومندانۍ مرکز ته ډېر زیان اوښتی دی.

«اکونومیک ټایمز» ورځپاڼې په خپل راپور کې راوړي دي چې د پاکستان فوځ د تیرې اوونۍ په جریان کې د هند څو نظامي مرکزونه په نښه کړي وو.

د پاکستان او هند تر مینځ کړکیچونه له هغه وخت څخه سخت شول چې د پاکستان شبه نظامیانو د دغه هېواد په شمال کې د هند د فوځ په یوه مرکز باندې خپلو بریدونو ته زیاتوالی ورکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *