په فاریاب کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر مینځ په نښته کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله

د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر مینځ په یوه نښته کې اووه تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

په دې نښته کې یو تن ټپي شوي سلمان خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې پرون ماښام د المار ولسوالۍ څخه میمنې ښار ته پر لاره وم چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر مینځ نښته رامنځته شوه.

د نوموړي په وینا ددې نښتې په جریان کې،ددوې موټر هم په نښه شو چې په پایله کې موټر چلوونکي ټپي  او موټر یې زیانمن شو.

دغه سړي څرګنده کړه چې د موټر له زیانمنیدو وروسته د یوې سې چرخه سره ټکر وکړ چې په پایله کې د موټر یوې سپرلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ او د درې تنه نور ټپیان شول.

د میمنې ښار دې اوسیدونکي زیاته کړه چې په ټپیانو کې یو تن سیمه ایز پولیس هم شتون لري.

لا تر اوسه دولتي چارواکو او وسله والو طالبانو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *