۱۲ مخالفین ووژل شول
د پچیراګام لپاره د جنګي طالبانو تش په نوم نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۲ مخالفین ووژل شول .
د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پتې خرګې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې د پچیراګام لپاره د جنګي طالبانو تش په نوم نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۲ تنه مخالفین چې په کې قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي،وژل شوي دي .
د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې، یادو ځواکونو تېره شپه د خوږیاڼو په پتې خرګې سیمه کې چاڼیز عملیات کول، چې د جنګي طالبانو د نیول شوي کمین په ترڅ کې جګړه رامنځته او پر مهال یې د پچیراګام لپاره د دوی تش په نوم نومول شوی ولسوال مولا محمود،چې مشهور په افتخار وو،په ګډون یې ۱۲ مخالفین ووژل شول.
په وژل شوو کې د خنجر، کامران، لغمانی، حقیار مشهور په کوچي، ساجد، غشي او سید ولي چې مشهور په صدیق وو قوماندانانو او سرګروپانو په ګډون ۱۱ نور جنګي طالبان هم وژل شوي دي.
او د دوی دوه میله پیکا، دوه راکټ، پنځه میله کلاشینکوفونه، یو شمیر لاسي بمونه او نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د مالوماتو له مخې په عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.