په کابل کې ځان وژونکی ،هدف ته له رسیدو وړاندې له مینځه ویوړل شو

یوه ځان وژونکي بریدګر چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو پر موټر یې د برید نیت درلود ،موخې ته له رسیدو وړاندې د پولیسو له لورې له مینځه ویوړل شو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، نن ( لړم ۷)د سهار په ۸ بجو د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکز ته نږدې چاودنه ترسره شوه.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه پیښه د یوه ځان وژونکي بریدګر له لورې چې چاودیدونکي مواد یې په تن وو رامنځته شوي ده چې د ملکي کارکوونکو پر موټر یې د برید پلان درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ځان وژونکی برید ګر هدف ته له رسیدو وړاندې د پولیسو له لوري پیژندل شوی دی او له مینځه وړل شوی دی چې د چاودیدونکو مواد د چاودنې په پایله کئ دوه تنه ملې پولیس او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ددې پیښې ټپیان هم روغتون ته لیږدول شوي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې برید پړه په غاړه اخیستي نه ده.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *