په چهارصدې ولسوالۍ باندې د طالبانو برید په شا وتنبول شو

د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو د غور ولایت د چهارصدې ولسوالۍ په امنیتي پوستو او قومندانۍ باندې د وسلوالو طالبانو بریدونه په شا کړي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، وسله والو طالبانو نن سهار( لړم ۷) د چهارصدې ولسوالۍ په امنیتي پوستو او قومندانۍ باندې بریدونه ترسره کړي دي.

د همدې برید هم مهاله ، د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو د امنیتي ځواکونو په مرسته برید پر شا تنبولی دی او وسله وال طالبان تښتیدلي دي.

امنیتي سرچینې وایي چې په دې پیښه کې  د ولسي پاڅون کوونکو یو تن ټپي شوی دی او د ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل