په کندهار کې انتخابات پیل شول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، په کندهار کې د ټاکنو د ترسره کېدو بهیر له یوې اوونۍ ځنډ وروسته نن سهار پیل کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کندهار ولایت ټاکنې د جنرال رازق او ددې ولایت د یو شمېر نورو دولتي چارواکو له وژل کېدو وروسته د یوې اوونۍ لپاره ځنډول شوي وي.

دغه بهېر نن سهار ( لړم ۵) د کندهار په ټول ولایت کې پیل شوی دی او ټاکل شوي ده د ماسپخین له ۴ بجو پورې به دوام ولري.

د کندهار د ټاکنو د کمیسیون مسوولینو له ستونزو پرته د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د لازم چمتوالی خبر ورکړی دی.

ددې مسوولینو په وینا په ۱۷ ولسوالیو کې ټاکنې ترسره کیږي او خلک به په ۱۷۰ مرکزونو کې د رایه اچونې صندوقونو ته ورځي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیش او معروف په دوه ولسوالیو کې د رایه ورکوونکو د له لورې د نوم د نه ثبتولو په دلیل ټاکنې نه ترسره کیږي.

د غزني پرته د هېواد د نورو ولایتونو ټاکنې د تلې په ۲۸ او ۲۹ نېټه ترسره شوي چې د زیاتو ستونزو له جملې څخه د نوم لیکنې په لیست کې د رایه ورکوونکو د نومونو نه موجودیت  او د بایومیتریک ماشینونو د غیر فعالیدو له وجې له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *