د طالبان وسلو او مهماتو یوه ډیپو لمنځه یوړل شوه

خوږیاڼو کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او د وسلو او مهماتو یوه ډیپو لمنځه یوړل شوه

د ننګرهار چارواکي وایې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په خلقداد سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې يې د زنداني په ګډون ۴ وسله وال طالبان وژلي او د یو ماین جوړونکي حمیدالله په ګډون یې اووه تنه شکمن کسان له ځآن سره ژوندي وړي دي .

چارواکي زیاتوي یاد عملیات چې د شپې په ۱۲ بجو پیل شوي وو درې بجې پای ته ورسیدل،پر مهال یې د وسله والو طالبانو د ځآنمرګو بریدونو لپاره د چمتو شوو واسکټونو،وسلو،مهماتو،ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو کشف شوې زیرمه هم لمنځه یوړل شوه .

د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې امنیتي منسوبینو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *