د کابل په چاودنه کې یو ملکي وګړی ټپي شو

د کابل ښار د لمړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې په پایله کې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن د ( لړم ۳) د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په لمړۍ امنیتي حوزه کې د بالاحصار دیوال څنګ لوري ته یوه اندازه ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې ده.

امنیتي سرچینې وایي چې په دې پیښه کې یو تن ملکي وګړی ټپي شوی او نور تلفات له ځانه سره نه لري.

عیني شاهدانو خاور میانه ته ویلي دي چې دې چاودنې د سیمې خلک انديښمن کړي دي او یو شمېر ماشومان چې ښوونځي ته د تګ په حال کې وو تښتیدلي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا کومې ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *