ټول بن سلمان قربانې کیږي

یوې امریکایي رسنۍ لیکلي دي چې د عربستان ولیعهد،د جمال خاشقجي د وژنې په دوسیه کې ځان ته د برأت ورکولو لپاره د خپل نږدې سلاکار د قرباني کولو په لټه کې دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،السعود ته نږدې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي دي چې محمد بن سلمان قصد لري خپل لوړ پوړی مشاور(سعود القحطاني) د جمال خاشقجي په وژنه کې ګرم معرفي کړي.

دې سرچینې ویلي دي چې القحطاني هغه څوک دی چې د خاشقجي د قتل دوسیه یې د سکایپ له لارې مدیریت کړې ده.

رویټرز په خپل راپور کې راوړي دي چې د ورځپاڼې سعودی خبریال خاشقجي او القحطاني ترمینځ لفظي شخړه رامنځته شوي ده چې ددې نښتې څخه وروسته د بن سلمان مشاور ورته لارښوونه کړې چې د ده ” سر ” راته راوړئ.

په همدې اړه ترکي او سعودي سرچینې هم د سعود القحطاني پورې اړوند د سکایپي اړیکې غږیز فایل د رجیب طیب اردوغان په اختیار کې لرل تاییدوي ویلي دي چې دغه فایل د امریکا په واک کې ورکړل شوی نه دی.

په همدې اساس د ” ال سعود افشا کوونکي” په نوم پیژندل شوی تويټر اکونټ ” مجتهد” په درې جلا ،جلا ټوئیټونو کې لیکلي دي چې؛ هر څومره چې سعودي عربستان د ۱۸ ورځو وروسته د خاشقجي پر وژنې اعتراف وکړ؛ مګر دا اعتراف ددې دوسیې نه د امریکا پر فشار راوړلو باندې محمد بن سلمان ته برأت ورکول دي.

سعود القحطاني، د وزیر په رتبه د عربستان د پاچا د دیوان لوړ پوړی مشاور دی چې له دې وړاندې په ۲۰۰۳ کال کې د عبدالله بن عزیز د دفتر حقیقي مشاور وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *