د اتاق د چت لویدلو، د دوه تنو پولیسو ژوند واخیست

د ارزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ د پولیسو قومندانۍ د قرارګاه د یوه اتاق د چت راپریوتلو په پایله کې دوه پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د پولیسو د قومندان په ګډون اته تنه پولیس ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د چار چینو ولسوالۍ د پولیسو په قرارګاه کې رامنځته شوي ده.

امنیتې سرچینې وایي چې په دې پیښه کې ،دوه تنو ملې پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د چارچینو ولسوالۍ د پولیسو د قومندان ” علي زي” په ګډون اته تنه نور پولیس ټپیان شوي دي.

ددې سرچینې په وینا ،د پیښې ټپیان د هلیکوپټرو په واسطه مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

لا تر اوسه ددې پیښې لامل مالوم شوی نه دی او په دې اړه د څیړنو خبر ورکړل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *