د کابل ښار په اتمه امنیتې حوزه کې د ګازډبې په چاودنه کې ،د اطفائي یوولس پولیس ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار ( تلې ۳۰) د کابل ښار د اتمې حوزې د ” خراسان تپې” په سیمه کې رامنځته شوي ده.
عینې شاهدان وایي چې په لمړي سر کې دغې هټۍ اور واخیست او د اطفائیي د پولیسو په شتون کې ګاز ډبې چاودنه وکړه.
امنیتي سرچینو هم ویلې وو چې په دې پیښه کې ۱۱ پولیس ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې ددغې هټۍ اور د اطفائې ځواکونو له لورې مهار شوی دی.