د خاشقچي په بیه د عربستان څخه د امریکا باج اخیستل

یوې امریکایي ورځپاڼې د یوه راپور په اوږدو کې  لیکلي دي چې عربستان په دغه هېواد باندې د نیوکه کوونکې خبریال د قتل دوسیې د پټولو لپاره ؛ امریکا ته ۱۰۰ میلیونه ډالر ورکړې دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،نیویارک ټایمز راپور ورکړی دی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان،د روان کال په دوبې کې د داعش ډلې د تسلط څخه په ازادو شویو سیمو کې د ثبات راوستلو لپاره امریکا ته د ۱۰۰ میلیونه ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی وو؛ مګر دغه پیسې یې د ” جمال خاشقي” د مړیني سره سم د امریکا په حساب کې اچولې دي.

دې امریکایي ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې  سعودې عربستان دغه اندازه پیسې سعودي عربستان ته  د خاشقي د لا درکه کیدو په اړه د خبرو اترو لپاره د مایک پامپئیو د ننوتلو همهاله ورکړی دي.

په موجوده وخت کې یوه موضوع چې د ګڼ شمېر خلکو د حیرانتیا لامل ګرځیدلي ده ددغه پیسو د ورکړې وخت دی چې نیویارک ټایمز د یوه امریکایی چارواکي په نقل لیکلي دي چې” ددې پیسو د لاسته راوړلو وخت تصادف نه دی” حتی دې موضوع پیسې اخیستونکي هم حیران کړي دي.

“جمال خاشقي” ۵۹ کلن عربستانی خبریال دی چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې سره همکاري کوي،درې اونۍ وړاندې د خپل واده اړوند ادارې کارونو لپاره په استانبول کې د عربستان کونسلګرۍ ته مراجعه وکړه او لادرکه شو.

ترکي چارواکو ویلي دي چې دغه خبریال وژل شوی دی او بهرنیو رسنیو راپور ورکړی دی چې له وژل کېدو وروسته د نوموړي جسد ټوټه ټوټه شوی دی؛  مګر عربستان دغه خبرې رد کړې دي او دعوه یې کړې ده چې هغه ته هیڅ زیان رسیدلی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ ویلې وو چې که چیرته د سعودي په لارښوونه د خاشقي وژنه ثابته شي عربستان ته به جدې خبرداری ورکړي؛ مګر د عربستان بادشاه ملک سلمان سره د ټیلفوني اړیکې نیولو وروسته یې وویل: “ګومان کیږي چې خپل سرې کړنې د ورځپاڼې ددې خبریال د مرګ سبب شوي دي” .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *