په دویمه ورځ د ټاکنو بهېر پیل شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په بشپړ غیر منطقي او غیر اصولي دلایلو د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسراوې بهېر دویمې ورځې ته غځولی دی او د نن ورځې د سهار څخه یو شمېر خلک د رایو صندوقونو ته ورغلي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د دویمې ورځې ټاکنې په داسې حال کې تر سره کیږي چې تیره ورځ پکې د یوې بجې څخه وروسته رایه اچونکو پذیرش نه وو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه پریکړه هغه وخت وکړه چې د رایه ورکونې ډېرې مراکزو کې  چې له جملې څخه یې د کابل لویدیځ او خیر خانه هم وه ټاکنې ترسره نه شوي او یا هم ۵ یا ۶ ساعته وروسته ترسره شوي.

د دویمې ورځې د رایه ورکوونکې بهېر څو شیبې وړاندې پیل شو او هغه خلک چې تیره ورځ د رایه ورکونې د حق څخه پاتي دي د نن ورځ( تله ۲۹) څخه به د رایو صندوقونو ته ورځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *