په پکتیا کې د رایې ورکونې په مرکزونو حمله
د پکتیا ولایت په جانی خیل او احمد خیل ولسوالیو کې د رایې ورکونې مرکزونه د حملې هدف وګرځیدل .
د خارومیانه خبري اژانس د خبر له مخې د احمد خیل ولسوالۍ (ماماخیل) او (مزار کلی) او د جانې خیل ولسوالۍ مرکزي لیسې د رایې ورکونې مرکزونه د حملې هدف ګرخیدلي دي .
عیني شاهدان وایې ، چې خلک له سیمې څخه تښتیدلي دي او د سیمې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو په تمه دي .
د هیواد د څو نورو ولایتونو څخه هم راپورنه شته چې وسله والو طالبانو د رایې ورکونې په مرکزونو بریدونه کړي دي.