نا معلومو وسله والو د بریښنا ۱۴ کارکونکی له ځان سره وړي

په ختیځ کې چارواکي وایې د بريښنا شرکت ۱۴ هغه کارکونکي نامعلومو وسله والو له ځان سره وړي ، چې د بریښنا د قطع شوو لینو د تړلو په موخه ساحې ته تللي وو .

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل :  د ختیځ زون د بریښنا د شرکت مسولینو خپلې هڅې روانې کړي ، چې د همدې هڅو په جریان کې د بریښنا شرکت ۱۴ تنه کارکونکې  د قومي مشران په منځګړیتوب ساحه ته استول شوې وو تر څو د بریښنا قطع شوي لینونه وتړي .

د نوموړي پروینا له پرون ماذیګر راهیسې په سیمه کې د بریښنا شرکت ۱۴ کارکوونکي نادرکه شوي دي . دولتزی وایې د ولایتي ادارې هڅې دوام لري تر څو نن د ورځې په اوږدو کې د بریښنا ستونزه حل او د بریښنا شرکت   ۱۴ لادرکه شوو کارکونکو  برخلیک معلوم کړي .

د یادونې وړ ده ، چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د لغمان ولایت  په  بادپښ ولسوالۍ ننګرهار او لغمان ته د راغلي بریښنا مزې قطع کړي دي ، زیات خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي .

په دې اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *