د ټاکنو له ترسره کیدو وړاندې د یو شمېر نوماندانو نومونه لرې کیږي

د ټاکنو د شکایاتونو کمیسیون په داسې حال کې  ولسي جرګې ته د یو شمېر نوماندانو د نومونو د لرې کیدو خبر ورکوي چې د ټاکنو ترسره کیدو ته له درې ورځو کم وخت پاتې دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون مسوولینو ویلي دي چې ددوې څیړنې ښایي چې  د پارلماني ټاکنو یو شمېر نوماندان د ټاکنو په شرایطو برابر نه دي او د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې یې د نومونو د لرې کیدلو زیات احتمال موجود دی.

د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون وایي چې د پارلماني ټاکنو لپاره یو شمېر نوماندان د غیر مسووله وسلوالو پر ډلو پورې تړلي دي او ځینې یې د پارلماني ټاکنو لپاره قانوني عمر نه لري.

دې کمیسیون په دې اړه چې د دوې په څیړنو کې څومره نوماندان شامل دي څه نه دي ویلې مګر ټینګار یې کړی دی چې که چیرته څوک په شرایطو برابر نه وي د پارلماني ټاکنو لپاره د نوماندانو له فهرست څخه به وویستل شي.

د ټاکنو ترسراوې ته له دریو کمې ورځې پاتي دي او ټول نوماندان په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې مشغول دي.

Author

خروج از نسخه موبایل