د سمنګان د پولیسو د امنیت امر ووژل شو

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر مینځ په نښته کې ددې ولایت د پولیسو د قومندانۍ د امنیت امر د شپږو پولیسو سره یوځای ووژل شو.

د سمنګان د والي ویاند محمد صدیق عزیزي ،خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو وړمه شپه په دره صوف ولسوالۍ باندې تهاجمي بریدونه پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا،د ولایت له  مرکز څخه کومکي ځواکونه سیمې ته ولیږل شول چې د وسله والو طالبانو سره په نښته کې د قومندانۍ د پولیسو ویاند حاجي خوانی طاهري د شپږ نورو پولیسو سره یو ځای وژل شوی  او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

عزیزي څرګنده کړه چې په دره صوف ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسیدلي نه ده او ولسوالۍ ته کومکي ځواکونه رسیدلي دي.

امنیتي سرچینو همدارنګه خاور میانه خبرې اژانس ته  وویل چې وسله والو طالبانو د ښکتنې دره صوف ولسوالۍ په زیرکې کلې کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي او په لمړي سر کې یې یاد کلی په خپل کنټرول کې راوستی دی.

ددې سرچینو په وینا ،د کومکي ځواکونو له لیږلو  وروسته د نښتې په پایله کې د سمنګان د پولیسو د قومندانۍ د امنیت امر د خپلو ۴ تنو  ساتونکو سره یو ځای وژل شوی او د ولایت د امنیت مرستیال د خپلو ساتونکو او یو شمېر ملې پولیسو سره لادرکه دی.

وسله والو طالبانو همدارنګه ویلي دي چې په دې نښته کې یې  د امنیت امر او د هغه مرستیال له ۳۰ نورو پولیسو سره یوځای وژلي دي او د امنیتي ځواکونو یو شمېر تجهیزات یې لاسته راوړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *