ایا د سولې د عالي شورا رئیس،د دولت کار کوونکی نه دی؟

د جمهور رئیس د فرمان له مخې،هیڅ یو دولتي کار کوونکی په ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري او همدارنګه حق نه لري چې د خپل موقف او دولتې دندې څخه  د ټاکنو لپاره  د یوه ځانګړي نوماند د تبلیغ لپاره ګټه پورته کړي.

د جمهور رئیس په فرمان کې راغلې دي چې که د دولت هر یو کار کوونکی ددې امر څخه سرغړونه وکړې، له دندې به لري کیږي او د قانوني سزا سره به مخ کیږي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم په ټینګار سره وایي چې:” هیچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکول کیږي،کمیسیون په یوازي ځان سره خپل کارونه پرمخ وړي او یوازې د هغه څه لپاره کار کوي چې ملې ګټې یې تر مینځه موجودې وي”

تیره ورځ د پوهنې وزارت هم د هېواد په مرکز او ولایاتو کې خپل یو شمېر کارکوونکي او ښوونکي په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ګډون او د خپل دولتي موقف څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په دلیل له دندې لرې کړل.

باید یادونه وشي چې دغه کړنې یوازي په ټیټو دولتي چوکیو کې نه دي او د دولت په لوړو پوړو چارواکو کې هم لیدل شوي دي یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو د یوه ځانګړې نوماند په ګټه کمپاین کړی وي او یا یې د هغې په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډون کړی وي.

له هیچا څخه پټه نه ده چې د یو شمېر اوله درجه جهادي مشرانو او لوړ پوړو دولتي چارواکو زامن د ولسي جرګې لپاره نوماند شوي دي چې پلرونه او اوله درجه کورنۍ یې د دولت برحاله کار کوونکي دي.

د دولت په ټاکنیزو کمپاینونو کې د لوړ پوړو کارکوونکو په ګډون سره کولای شي د خپل زوې سره په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ګډون درلودلو او یا فعالیت کولو لپاره د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي ته اشاره وکړي.

د سولې د عالي شورا رئیس په څرګند ډول د خپل زوې په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډون کړی او خپل دولتي امکانات یې هم ددغه بهیر په واک کې ورکړي دي.

که چیرته جمهور رئیس فرمان صادر کړی وي،ایا دا فرمان یوازې د ټيټ رتبه کارکوونکو لپاره دی که ایا لوړ پوړي دولتي چارواکي هم پکې شامل دي؟

ایا دولت په ټاکنیزو منډو ترړو کې یوازې ټيټ رتبه کارکوونکي ویني او د لوړ پوړو دولتي چارواکو پر وړاندې یې سترګې تړلي دي؟

یا دا ده چې دولت د لوړ پوړو چارواکو سره د برخود او مقابلې توان نه لري او یا د لوړ پوړو چارواکو د ډلې څخه د سولې د عالي شورا ګډون د ” ملې منافعو” په ګټه دی؟

او یا دا ده چې د سولې عالي شورا دولتي اداره نه ده ،رئیس او غړي یې په ارام سره کولای شي د خپل لاس لاندې امکاناتو  او خپل سیاسي نغوذ څخه د خاصو نوماندانو په ګټه کار واخلې.

هر څومره چې د ټاکنیزې مبارزې پای ته رسیدو ته کمې ورځې پاتي دي،د هغه خلکو پر وړاندې د دولت پریکنده دريځ او جدې چلند چې د جمهور رئیس له فرمان څخه یې سرغړونه کړې او هغه یې کم ارزښته بللی دی،کولای شي د هغې ځای پیاوړی کړي.

که چیرته په همدې ډول د سولې د عالي شورا رئیس په ارامتیا سره وکولای شي یوه ځانګړي نوماند څخه ملاتړ وکړې او د هغه په ټاکنیزه مبارزه کې ګډون ولرې،نور مشران او لوړ پوړي دولتي چارواکي هم باید د خپلو زامنو په ټاکنیزو  کمپاینونو کې ګډون وکړي.

باید هیره نه کړو چې پر ټاکنو د څار ادارو هم په کراتو کراتو اعلان کړی دی چې ارګ هم په څرګند او غیر قانوني ډول د یو شمېر نوماندانو څخه ملاتړ کړی دی او د هغوې د ټاکنیزو کمپاینونو لګښت ورکوي.

باید وکتل شي چې د سر غړونکو برخلیک به څه کیږي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *