د کابل چاودنې؛ تلفات له ځانه سره نه درلودل
هغه چاودنه چې نن سهار د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر سړک ترسره شوه تلفات یې له ځانه سره نه درلودل.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن ( تلې ۲۲) شاوخوا د سهار د اتو بجو پر مهال د حامد کرزي هوایي ډګر ته نږدې چاودنه رامنځته شوه.
د کورنیو چارو وزارت دغه چاودنه تایید کړې وه.
امنیتې سرچینې وایي چې دغه پیښه د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو له وجې رامنځته شوي ده چې د دولت د مخالفینو له لوري د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د امام ابوحنیفه مسجد په څنګ کې ځای پر ځای شوي وو.
د سرچینو په وینا ،دغه پیښه له ځانه سره تلفات نه لري.
ددې پیښې مسوولیت لا تر اوسه کومې ډلې یا شخص په غاړه اخیستی نه دی.